هرات ښار/ باختر د ثور ١٤:
د هرات والي د افغان فوټباليستانو د ملاتړ او ورزش په پياوړتيا او د ايران له خراسان سره د فوټبالي اړيکو په پراختيا ټينګار وکړ .
د هرات والي محمد آصف رحيمي د افغانستان د فوټبال فدراسيون له هيئت او دغه راز د ايران د خراسان ولايت د فوتبال له هيئت سره په کتنه کې په دغه ولايت کې ورزشي پرمختګونه ښه وبلل.
ده د افغانستان د هرات او د ايران د خراسان د فوټبالي اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه .
د خراسان رضوي ولايت د فوټبال د هيئت رييس محمد مهدي برادران، د ايران د اسلامي جمهوريت د فوټبال فدراسيون د حکمانو د کميټې رييس فريدون اصفهانيان او د ايران د تربت جام او د ياران استقلال د منتخبو ټيمونو د ورزشکارانو مشرتابه کدرونه دوه ورځې مخکې له ورزشي مسوولينو سره د کتنې په مقصد د هرات ولايت ته ورغلي دي .
0 1 دقیقه لوستل