کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په ننګرهار ولايت کې دوچکالي له امله په سلګونو زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
دغه کورنى چې زياتره يې کروندګر دي په دې وروستيو کلونو کې دوچکالي له امله ډير زيات اقتصادي تاوان ليدلى دى اودخپلو کورونو په پريښودو مجبور شوي دي .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پړاو کې ٣٦٠ کورنى زيانمنې شوي دي چې د وچکالي له امله دوى ته غنم وويشل شول
ويل کېږي چې په هرې کورنى ١٥٠ کيلوګرامه غنم ويشل شوي دي .
ختم_ شکريه_ اکرم