امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو او داعشيانو د مرګانيو پيښو دوام

کابل باختر د تلې  نهمه :
دافغانستان په ختيځ په ننګرهار ولايت  کې يوځل بيا دداعش او طالبانو په ډلو پورې داړوندوکسانو ترمنځ  دنښتو ډګر و .
دغه نښتې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې شوي دي .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې يوولس تنه  داعشيان او وسله وال طالبان وژل شوي دي
ده وويل چې جګړې ددغو دوو ډار اچوونکو ډلو دواکمنۍ غوښتنې  پرسر شوې دي .
په څو وروستيو کلونوکې دهېواد ځينې سيمې دوسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ د ډيرو خونړيو نښتو ډګر دى .
دغه نښتې ددې سبب شوې دي چې ملکي وګړو ته دسردزيان داوښتو تر څنګ په سلګونو تنه ملکي وګړي له  خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ شي .
  ختم_  ف _ اکرم
                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته