سیاست

جمهوررئیس غني: افغانستان او عراق له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په افغانستان کې د عراق سفارت سرپرست فرزدق زهیر الغلای خپل حضور ته ومانه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی په افغانستان کې د عراق سفارت سرپرست له جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې خپل حضور ته یې ومانه، همدارنګه یې پر سفارت د پروني تروریستي برید په مهارولوکې د پولیسو د خاصو ځواکونو زړورتیا او میړانه وستایله.
هغه د خپل هېواد د جمهوررئیس، صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر نیکې هیلې او تمنیات جمهوررئیس غني او افغانانو ته وړاندې کړل، ويې ویل: د عراق پر سفارت د تروریستي برید په اړه د عراق د صدراعظم پیغام دا و چې تروریزم د دواړو ملتونو د پرمختګ او ترقۍ ګډ دښمن دی او تروریستان د تېښتې لپاره هیڅ ځای نه ‌لري او ځپل کېږي به.
په دې کتنه کې جمهوررئیس غني وویل، خوښ یم او د شکر ځای دی چې په پروني تروریستي برید کې د عراق سفارت دیپلوماتانو او نورو غړو ته زیان نه دی اوښتی.
جمهوررئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او میړانې د یادولو ترڅنګ په چټکۍ او په وخت سره د دغې پېښې په مهارولو او د زیاتو تلفاتو په مخنیوي کې د هغوی اقدام وستایه.
د هېواد جمهوررئیس د عراق حکومت او خلکو ته له تروریزم سره په مبارزه کې د وروستیو بریالیتوبونو مبارکي ورکړه او څرګنده یې کړه، دواړه هېوادونه ګډ دښمن لري او له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.
محمداشرف غني، د افغانستان او عراق ترمنځ او دغه راز له سیمې او نړۍ سره په همکارۍ د تروریزم په مقابل کې مبارزه لازمه وبلله او په دې برخه کې يې د افغانستان د حکومت او خلکو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
جمهوررئیس په افغانستان کې د عراق سفارت سرپرست ته وویل، د هغه نیکې هیلې او تمنیات دې د عراق جمهوررئیس او نورو مقاماتو ته و رسوي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان حکومت د ديپلوماتانو او دیپلوماتیکو سیمو امنیت په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی دی.
په افغانستان کې د عراق سفارت سرپرست فرزدق زهیر الغلای وویل، موږ له تروریزم سره په مبارزه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو او زموږ ګډ دښمن به هیڅکله بریالی نشي.
هغه د دغې کتنې په پای کې دې ته په اشارې چې افغانستان او عراق د دوو وروڼو او مسلمانو هېوادونو په توګه پخواني تاریخي او سټراټيژیک مناسبات لري، زیاته کړه: په کابل کې به د عراق سفارت ژر بیا پرانیستل شي او په عادي توګه به خپلې چارې پرمخ وړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته