ټولنه

افغان حاجیانو ته سږکال غوره خدمات برابر شوي دي

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون اوونیزه غونډه پرون ماسپښين په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشاء او د اسکانو پر تدارکاتي قراردادونو د موظف ګډپلاوي رئیس احمدبلال قاري‏ زاده افغان حاجیانو ته په سعودي عربستان کې د ځمکني ترانسپورټ او اعاشې، د تړونونو او د مناسبو تړونونو لمخې حاجیانو ته د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه ، سږکال افغان حاجیانو ته د معیاري اسنادو له مخې د ښه کیفیت او په مناسبه بیه د اسکان، اعاشې او ځمکنی ترانسپورټ قراردادونه شوي دي. 
همدارنګه قاري زاده زیاته کړه، سږکال د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو ته په ښه موقعیت کې د اوسېدو ځای، مطلوبه اعاشه او عصري ځمکني ترانسپورټ قرارداد شوی دی. نوموړي زیاته کړه، په سعودي عربستان کې د مالیې د لوړېدو باوجود په دې قراردادونو کې ۱،۶ میلیون ډالره سپما شوې ده.
یاد پلاوي په خپل کاري راپور کې په راتلونکو کلونو کې د حاجیانو د خدماتو د لاښه والي په خاطر خپل مشخص وړاندېزونه هم وکړل.
په غونډه کې د هېواد جمهوررئیس د یاد پلاوي د موثرو اقداماتو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د بیت الله شریف د حج د مناسکو په جریان کې دې د خدماتو د کیفیت د ډاډ په خاطرښه او جدي څارنه وشي. دغه راز یې د یاد پلاوي وړاندېزونه تائید کړل او د هغو د تحقق په خاطر یې لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته د ملي تدارکاتو کمېسیون په اجنډا کې شاملې پروژې وارزولې او په پایله کې یې د ۱،۱ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴ قراردادونه منظور کړل چې په دې قراردادونو کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د ولسي تړون په برنامه کې د زیاتو شویو منابعو، د ملي دفاع وزارت د بېړنیو حالاتو ریاست د اړتیا وړ د اور ضد او اطفائیې ملزمات، له ارملک نه تر لامان  پورې دسړک د بیې د زیاتوالي تعدیل او د کرنې وزارت د مالدارۍ انکشافي پروژې د بیې د زیاتوالي تعدیل شامل دي.
پر دې سربېره د ملي تدارکاتو کمېسیون د کابل- لوګر سړک دویم لین پروژې دمودې تمدید، د کندهار هوایي ډګر سړک او په ۱۳ ولایتونو کې د زده کوونکو د مېزونو او څوکیو تدارک هم تائید کړل.
خو د ملي تدارکاتو کمېسیون پیشنهادي روسي کمپنۍ ته د سرپل ولایت د شورابه بند د قرارداد ورکړه منظور نه کړه او پرېکړه یې وکړه چې د نورو بین المللي معتبرو کمپنیو ترمنځ دې د مقیدې سیالۍ له لارې مجدده سیالي وشي. 
د یادونې وړ ده چې کمېسیون د هرات طبي پوهنتون د ودانۍ په برخه کې په دې دلیل چې دا پروژه له کلونو راپدېخوا بشپړه شوې نه ده ورته پرېکړه وکړه، په غونډه کې په دې ټینګار وشو چې په دې اړه دې ډير ژر د نوې داوطلبۍ پروسه پیل شي.
په پای کې کمېسیون د هاموي پرزه جاتو، د ټیلري پرزه جاتو او ټایرونو د تړونونو د برخلیک په اړه د ملي دفاع وزارت پر وړاندیز غور او پرېکړه وکړه چې د اقتصاد او مالیې وزارتونو، لوی څارنوالۍ او ملي تدارکاتو ادارې ګډ پلاوی دې د کمېسیون د لارښوونو مطابق اجناس، بیې او بودجه وارزوي.
په دې  غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اقتصاد، ماليې او عدلیې وزارتونو سرپرستانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان شفافیت څار بنسټ، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد کمېسیونونو او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته