ټولنه

په هېوادکې د ځنګلونو ساتنې ته دې پاملرنه وشي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٧
په افغانستان کې د ځنګلونو پراختيا ته پاملرنه په اصل کې د دغه هېواد د راتلوونکي نسل ژوند ته پاملرنه ده .
د باختر آژانس خبريال ليکي:
په دې کې شک نشته چې د افغانستان يوه برخه ځنګلونه د اوږدو جګړو له امله زيات زيانمن شوي او اوسني نظام په تېره بيا د کرنې او اوبو لګولو وزارت د نوي فصل له پيل څخه دغې موضوع ته پاملرنه کړې او هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې ځنګلونو ته پراختيا ورکړي .
دغه راز په دې کې شک نشته چې نا امنۍ د دې سبب شوې دي چې ځينو ځانګړيو کړيو د پيسو د راټولولو په خاطر، د ځنګلونو غوڅولو ته مخه وکړي او د لرګيو قاچاق خپل کسب وګرځوي .
په هرحال، ځنګولونه د ټولو پانګه ده او خلک د هغو په ساتنه کې ارزښتناک رول لري .
د کارپوهانو په باور: په بېلابېلو سيموکې د ځنګلونو غوڅول، ژوند ته د ګواښ زيات سببونه مخکې لري، ځکه دغه ځنګلونه دي چې کولاى شي، د سيلاوونو تګلوري بدل کړي او له غرونو د هغو له لمنو څخه د کانو او ډبرو د ليږدونې مخه ونيسي .
ځنګلونه د هېواد په بېلابېلو سيموکې د پاکې او صافې هوا په رامنځته کولوکې ارزښتناک رول لري .
په دې لنډې څرګندونې سره کولاى شو ووايو هغه کسان چې په خپل سرځنګلونه غوڅوي او لرګي قاچاق کوي؛ د هغوکسانو په ډله کې راځي چې د خپل هېواد او خلکو پرخلاف جنايت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته