اقتصاد

دکويټ دناس هوايي شرکت دهيواد په هوايي ډګرونو کې پانګه اچونه کوي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣ :
دآريانا افغان هوايي  شرکت نن  دکويټ دناس له هوايي شرکت سره يو تړون لاسليک کړ چې  دهغه له مخې دغه شرکت  دهيواد په دريو هوايي ډګرونو کې دځمکنيو خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې  پانګه اچونه  کوي .
دباخترآ ژانس دخبرله مخې  :  ددغه تړون دلاسليک  کولو په مراسمو کې  چې  يوشمير حکومتي مسوولينو ګډون کړى و  داقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وويل  : د آريانا افغان هوايي شرکت او دکويټ دناس  شرکت ترمنځ دتړون لاسليک کول به  ددې  زمينه برابره کړي چې دهيواد  په دريو هوايي ډګرونو کې ځمکني خدمتونه  زيات معياري شي .
ده هيله څرگنده کړه چې ددغو دوو  هوايي شرکتونو ترمنځ همکارۍ وکولاى شي مسافرينو ته دقناعت وړ خدمتونه ترسره کړي .
د ماليې وزارت معين  اودآريانا افغان هوايي  شرکت دمديره هيت رييس  ډاکتر مصطفي مستور وويل :  زموږ  ټينګار په دې دى چې دکويټ دناس هوايي شرکت
په ډګر  کې دننه خدمتونه په ښه او دنړيوال منل شويو معيارونو له مخې ترسره کړي.
ده وويل :   دځمکنيو خدمتونوپه برخو کې ددغه شرکت پانګه اچونه  هغو مسافرينو ته چي دکابل  ، قندهار  اودهرات له هوايي ډګرونو څخه استفاده کوي  زياتې آسانتياوې رامنځته کړي .
ددغه تړون له مخې ، دکويټ دناس شرکت  په ډګر کې دننه دخدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې شپاړلس مليونه ډالره پانګه اچونه کوي چې ددغه قرارداد موده لس کاله  ټاکل شوې ده  اودهغه له مخې دغه شرکت  دنړيوالو قوانينو له مخې دهيواد په هوايي ډګرونو کې دځمکنيو خدمتونو په اجرا کولو ځان ژمن بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته