اقتصاد

اجرائيه رئيس د غاليو د تولیدي او صنعتي ټولنې له استازو سره وکتل

کابل باختر د سلواغې  اوومه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس د کابل د غالیو د تولیدي او صنعتي ټولنې له استازو سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې لومړی د یادې ټولنې غړو خپلې ستونزې او لاسته راوړنې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د دوی د چارو بر وړاندې دې شته ستونزې له منځه لاړې شي.
د صاداراتو زیاتوالی، په هند کې د افغاني غالیو لپاره د مارکېټ پرانستل، په کوردننه او بهر کې د غالیو لپاره دایمي نندارتون، د غالیو د پانګه والو لپاره د ځانګړي صندوق حوړول، د اومو توکیو د صادرېدو مخنیوی، د غالیو لپاره صنعتي پارکونه، د غالیو لپاره د یوې ځانګړې پالیسۍ رامنځته کول او نور د یادې ټولنې د غړو اساسي غوښتنې او وړاندیزونه وو.
هغوی وویل، چې سږکال بهرنیو هېوادونو ته د افغاني غالیو په صادراتو کې پنځلس سلنه زیاتوالی راغلى دى خو ټينګار یې وکړ، که د حکومت له لوري یې ملاتړ وشي او اسانتیاوې ورته برابرې شي دوی چمتو دي چې دغه ارقام لا ډېر کړي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د غالى اوبدونکیو او سوداګرو ستونزې به یې په اقتصادي کمېټه کې تر بحث لاندې ونیسي او اړوندو ادارو ته به یې د حل لپاره هدایت ورکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې غالۍ د افغانستان پانګه ده او په زرګونوتنه په کې بوخت دي، د غالیو د صنعت ملاتړ د حکومت دنده او لومړیتوب دی. هغه وویل، افغاني غالۍ په ټوله نړۍ کې ځانګړي شهرت لري نور باید دغه غالۍ د نورو هېوادونو په نامه صادرنه شي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته