سیاست

بين الوزارتي غونډه جوړه شوه

کابل باختردکب دمياشتې ٢١ :

دمعيوبينو اومعلولينو دحالت دښه والې په مقصد نن دشهيدانو اومعلولينو ، کاراوټولنيزو چارو په وزارت کې بين الوزارتي غونډه جوړه شوه.

دباختراژانس دخبرله مخې  په دې غونډه کې چې داړوندو ادارو واکمنو استازو په گډون  جوړه شوې وه لومړي ددغه وزارت معينې ثرياپيکان  دتيرو غونډو او دهغو اقداماتو په اړوند  چې په دې باب شوي دي رڼا واچولو او وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ  ، عدليې ، ترانسپورت اودهوايي چلند ، پوهنې ، حج او اوقافو او دکورنيو چارو دوزارتونو معينانو اواستازو دترسره شويو اجرااتو اومعيوبينو اومعلولينو دحالت دښه والې په خاطر دخپلو راتلوونکو پروګرامونو اوپلانونو په باره کې معلومات وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته