امنیت

په افغانستان کې دوسله والوطالبانو ديو قوماندان او دتروريستي بريدونو دوه تنه سازمان ورکوونکې په افغانستان کې ديو لړ پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول .

 

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

دغه کسان چې هويت يې نه دى په ډاګه شوي نن سهار دخوست دصبريو او دهلمند دنادعلي  ولسواليو او دلوګر ولايت دپل علم ښار په مربوطاتو کې ونيول شول .

 باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ په د غو کسانو هغه وخت چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و دافغان ځواکونو او دناټو دقوتونو له خوا بريد وشو او ونيول شول .

  ناټو وايي چې يو له دغو نيول شويو کسانو څخه دحقاني په شبکي پوري اړه لري چې د خوست او لوګر دولايتونو په ځينو برخو کې يي دتروريستي بريدونو دپلان جوړولو مسووليت په غاړه درلود .

 ويل کيږي چې ددغو عملياتو په  بهير کې په دغو کسانو پوري اړوند نهه تنه نور هم نيول شوي دي .

 په دغو عملياتو کې پوځيانو دجګړه مارانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې هم ترلاسه کړي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته