امنیت

١٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٦
دشاهين ٢٥ په نامه دچاڼيزو او محاربوي عملياتو په دوام ١٦ تنه داعشيان ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دشاهين ٢٥ په نامه ځمکني او هوايي ګډو چاڼيزو عملياتو کې چې دملي پوليسو،سرحدي پوليسو ،دعامه نظم د پوليسو او دملي امنيت د ځواکونو په ګډو هلوځلو سره دښه امنيت او د دولتي واکمنۍ د ټينګښت او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دننګرهار ولايت دکوټ او هسکې مينې دولسواليو په مربوطاتو کې دوه ورځې مخکې پيل شوى و په نتيجه کې يې ددغو ولسواليو يو شمير کلي د داعش د ډلې له شتون څخه پاک شول او ١٦ تنه داعشيان ووژل شول دوه تنه نور ټپيان او دوه تنه يې ونيول شول او څلور ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
ددغو عملياتو په بهير کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې : د ٢٠١ سيلاب قول اردو دجزوتامونو ځواکونو د طوفان-٦٨ دکونړ ولايت دماڼوګى ولسوالۍ په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړى و چې په برياليتوب سره پاى ته ورسيد.
دغه راز ګړندى عمليات د نورو امنيتي ځواکونو په ګډون دپروان ولايت دتوغ بيري په کلي کې ترسره کړ چې په نتيجه کې يې يوه زياته اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته