-کابل / دوږي ٢مه / باختر:
په پروان کې د کرنې اومالدارۍ محصولاتو ته د بازار موندنې په خاطر د کرنې او مالدارى د حاصلاتو خونه پرون پرانېستل شوه .
د هېواد د کرنې اومالدارۍ د محصولاتو د خونې مرستيال اختر محمد احمدي باختراژانس ته وويل چې له څه مودې راپديخوا يې په هېواد کې د کرنې اومالدارۍ د بازار موندنې د معياري محصولاتو په خاطر خپل فعاليتونه پيل کړي دي او دا د دغې ټولنې اتم ولايتي دفتر دى چې په پروان کې جوړ شو
د پروان د والي مرستيال شاه ولي شاهد د دغې خونې جوړول د کروندګرو د اقتصاد لپاره مهم وباله او د کرنې اوبو لګولواومالدارۍ له وزارت څخه يې وغوښتل چې د دغه بنسټ ملاتړ وکړي .
ختم_ شکريه _اکرم
0 1 دقیقه لوستل