ټولنه

له ښځوسره دښه چلند په ملاتړ دهېواد دلويديځې حوزې دعالمانو دشورا ټينګار

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
دهېواد دلويديځې حوزې دعالمانواو روحانيونو عالي شورا ټينګار کوي  چې داسلام مبين دين   دښځو ملاتړ کوي.
دهېواد دلويديځې حوزې دعالمانو او روحانيونو دعالي شورا رئيس شيخ الحديث مولوي خداداد صالح  مسلمانو ښځو ته داسلامي حجاب درعايتولو  سپارښتنه وکړه  او ويې ويل ؛ داسلام مبين دين دښځو ملاتړ کوي .
ده په عين حال کې  له مسلمانو ښځو څخه وغوښتل چې  دخپلو حقوقو داعاده کولو په خاطر دديني  ، مادي اومعنوي ملاتړو  په رڼا کې  هلې ځلې وکړي.
دعالمانو دشورا رئيس دغه راز  داسلامي تصوف  او عرفان په باب هم خبرې وکړې  او له تصوف سره يې دسلفيانو مخالفت دحنفي  مذهب پرخلاف وباله.
په دې غونډه کې  شرعي فتواګانې هم صادرې شوې او دديني عالمانو دتائيد وړ وګرځيدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته