ټولنه

خبرتيا

کابل/ دتلې ١٤مه / باختر
د ترانسپورت وزارت د سړکونو ملي ادارې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست خبرتيا
په سالنګونوکې له درېيو ورځو را په دې خوا د واورې او باران اورښت دوام لري او د اټکلونو له مخې، ښايي تر راتلونکو ٢٤ساعتو پورې دوام وکړي.
له ټيلري وسايطو پرته نور ټول وسايط کولاى شي په دې لويه لاره کې د ځنځيرونو په تړلوسره تګ راتګ وکړي.
له ګرانو هېوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې له دغه تګلوري څخه د تګ راتګ په وخت کې دغه ټکي په پام کې ونيسي:
١ – مجاز ګړنديتوب، مجاز وزن او مجاز لوړتيا
٢ – د ځنځير، تودو جامو، احتياطي خوړو او اضافي روغنياتو په ګډون د ژمنيو تجهيزاتو او وسايلو  لرل
٣ –  له تخنيکي پلوه د وسايطو سمبالوالى
٤ – د موظفينو د لارښوونو او مقرراتو جدي رعايتول او له سبقت کېدو او په تونلونو او ګالريوکې له درېدو څخه ډډه کول
که چيرې په دغه تګلوري کې د ترافيکو شاملان له کومي ستونزې سره مخ کېږي؛ له ٠٧٠٧٢٤٠٠٠٧ شمېرې سره اړيکه ونيسي چې د هغوى ستونزې لري شي.
پاى ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته