امنیت

ملکيان په جګړوکې مرکز د ملکي تلفاتو په کمښت کې د افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړه

کابل / د سلواغې ۱۶ مه / باختر
د ملکیان په جګړو کي د نړیوال مرکز عمومي مشر فډریکو بورولو نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره وکتل.
د ملي امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: هغه په دې کتنه کي په جګړو کي د ملکیانو د ژوند ساتني لپاره د افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړه او وویل چي د افغان حکومت فعالیتونه په دې برخه کي د نړۍ لپاره مثال دي.
نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت دې مسئلې ته نه یوازې د مشکل په سترګه ګوري، بلکې هڅه کوي چې ملکي تلفات د صفر کچې ته راټیټ کړي او مهمه ده چې تجارب یې له نورې نړۍ سره هم شریک شي.
ښاغلي بورولو وویل چې نهاد یې اماده دی، څو له افغان دولت سره د ملکي تلفاتو پر نور کمښت باندې په روزنیزه او ښوونیزه برخه کې همکارۍ وکړي.
د ملي امنیت سلاکار په دې کتنه کي وویل چي د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د ملکي تلفاتو کلنی راپور ښيي چې د ۲۰۱۹ کال په وروستۍ ربعه کې ملکي تلفات ۳۸ سلنه کم شوي، چي دا یو ښه زیری دی.
نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت ته د ملکیانو ساتنه په ټولو حالاتو کي لومړیتوب دی او اقدامات کوي چې ملکي تلفات تر دې زیات او آن صفر ته راټیټ کړي.
هغه یادونه وکړه چې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون له کلني راپور سره سم وسله وال طالبان بیا هم د ۷۱ سلنې ملکي تلفاتو مسوولین دي او د سولې د خبرو سره سره یې بیا هم سولي او د ملکیانو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
پاى / ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته