-کابل باختر د زمري اوومه :
په لوګر ولايت کې د طالبانو د راکټي بريد له امله د اسلامي علومو په يو مرکز کې اور لګيدلى دى .
دغه مرکز چې ويل کيږي دارالحفاظ دى؛ د برکي برک په ولسوالۍ کې موقعيت لري او پرون د طالبانو له خوا تر راکټي بريد لاندې ونيول شو.
د دغه دارالحفاظ ځينې برخې له ميزونو اوڅوکيو او نورو وسايلو سره سوځيدلې دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي چې طالبانو ته پرون له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې د سر دروند زيان واوښت او له همدې امله يې د استوګنې په سيمې راکټي بريدونه وکړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ