امنیت

په درزآب کې دپنځوسو بهرنيو داعشي ښوونکو دشتون په باب ددرزآب دپخواني ولسوال ادعا

شبرغان  باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
د جوزجان ولايت د درزآب پخواني ولسوال په دغې ولسوالۍ کې  دداعشيانو  او دهغو دبهرنيو ملاتړو دورځ په ورځ زياتيدونکي شتون خبردارى ورکړ.
رحمت الله   حشر دباخترآژانس له سيمه ييز خبريال سره په خبرو کې وويل چې په درزآب کې دداعش دډاراچوونکي ډلې  پنځوس تنه ښوونکي  دداعش افرادو ته  پوځي او تروريستي  لارې چارې زده کوي.
ده وويل   چې دغه داعشي ښوونکي د چيچن ، فرانسې ، تاجکستان ، عربستان ، عراق ، سوډان او دازبکستان له هېوادونو څخه دي.
ده زياته کړه   چې ديوې ښځې او دوو  نارينه و په  ګډون  دغه ښوونکي چې فرانسويان دې دسيمې دخلکو په وړاندې څرګنديږي او ځوانان دداعش له ليکوسره  پيوستون ته هڅوي .
ده وويل  چې تراوسه پورې  درې سوه تنه ماشومان يې  دډاراچوونې  دروزنې لپاره   خپلو پټنځيو ته بيولي دي.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني هم ددرزآب دپخواني ولسوال دغه څرګندونې  تائيدې کړې او ويې ويل  چې دداعش ډلې  ديرش تنه ماشومان په درزآب ولسوالۍ کې   دسوق او ادارې  مرکز ته بيولي دي   او دولت په پام کې لري چې د داعشيانو دپو پناه کولو لپاره ددغې ډلې تر ادارې لاندې سيمو کې پراخ عمليات پيل کړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته