اقتصاد

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه وکړه

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډې پرون په ارګ کې د امو سیند د غاړو د ټينګښت د پیشنهادي طرحې  او د سېلاب او وچکالۍ د وړاندوینې او خبردارۍ ورکولو لپاره د معلوماتي ارقامو د شریکولو پیشنهادي میکانیزم په اړه بحث وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
  په پیل کې دانرژۍ او اوبو وزیر د امو سیند د غاړو د ټينګښت پیشنهادي طرحه په غونډه کې وړاندې کړه. هغه د امو سیند د غاړو د وضعیت د څرنګوالي په هکله مفصل راپور او همدارنګه په دې اړه ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار په دې هکله د یاد وزارت د پروګرامونود تشریح  پرمهال وویل، پخوا د امو سیند د غاړو ټينګښت ته د ځانګړې پاملرنې د نشتوالي له امله دغه سواحل زیات تخریب شوي دي.
هغه زیاته کړه، اوس د سیاسي ارادې شتون، د ځمکو خپلواکې ادارې، د تخنیکي او تخصصي ظرفیتونو زیاتوالی، د تمویلونکو لېوالتیا، د سېلابونو او اضافي اوبو د مدیریت د پالیسۍ او ستراتیژي موجودیت د دې لامل شوې چې د امو سیند غاړو ته زیاته پاملرنه وشي.
د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار وړاندیز وکړ، چې د دې وزارت په چوکاټ کې دې د مالي او تخنیکي امکاناتو په چوکاټ کې په لازم ظرفیت او صلاحیتونو سره یوه نوې اداره جوړه شي، تر څو د کار بهیر چټک شي.
همدارنګه هغه د سواحلو د تثبیت او په نښه کولو، د امو سیند د غاړو د ټينګښت د ماسټر پلان برابرول، د طبیعي منابعو ساتنه، د سواحلو د مسیر زون بندي، د تمویلوونکو هڅول او د امو سیند د دواړو غاړو ته د تحکیماتي پروژو تطبیق، د مالیې وزارت په واسطه د ملي برنامو لپاره د اړتیا وړ کافي بودجې او پروخت تخصیص او د لازم تحکیماتي تمویل په موخه د ګاونډیو هېوادونو هڅول، مطرح کړل.
په غونډه کې د صنعتګرانو اتحادیې استازي جامي زاده وویل، د امو سیند د غاړو د ټينګښت لپاره باید منظم پلان وجود ولري او له دقیقو مطالعاتو وروسته د ملي پروژې په توګه د انرژۍ او اوبو وزارت بودجه کې شامل شي، تر څو اصولي ټينګ وشي.
د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر وویل، د امو سیند د سواحلو د ټينګښت لپاره ګډ مدیریت لازم دی او له بین المللي مرستو دې هم  په دې برخه کې ګټه واخیستل شي.
د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار وویل، د کرنې او اوبو لګولو وزارت او د چاپیریال ساتنې اداره دې د نی زارونو د زرغونېدو لپاره په ځانګړي ډول د امو سیند په سواحلو کې کار وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، د امو سیند د سواحلو تحکیم یوه ځانګړې او ملي موضوع ده او په دې برخه کې باید یوه تخنیکي ډله جوړه شي، تر څو د امو سیند غاړې په هراړخیزه توګه مطالعه کړي.
هغه زیاته کړه، په دې برخه کې دې بېلابېل موډلونه وارزول شي او د نړیوال بانک او اسیایي بانک له لارې د منابعو د جذب په هکله دې مفصل بحث وشي. محمد اشرف غني زیاته کړه، د امو سیند د سواحلو د ټينګښت په موخه د منظمې او هر اړخیزې پلانګذارۍ د  ایجاد او وضع کولو لپاره باید یوه اداره جوړه شي.
په غونډه کې د ځمکو د خپلواکې ادارې رئیس د دې ادارې د فعالیت او اجرااتو د څرنګوالي مسوده مطرحه کړه.
د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل، هره اداره باید ځانګړې او جامع مقرره ولري، له دې مه واره به د کار بهیر سخت شي. هغه د ځمکو خپلواکې ادارې په زیاتې پیاوړتیا او انسجام ټینګار وکړ. 
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس وویل، په هره اداره کې د مقررې لرلو فرهنګ ضروري دی، د ځمکو اداره دې پر پروژو خپل رول ولري او د استملاک لپاره دې ظرفیت رامنځته شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اراضي باید تثبیت شي.
له هر اړخیز بحث وروسته د ځمکو ادارې برابره شوې مسوده په پرنسیپ کې تصویب کړه. همدارنګه د انرژۍ او اوبو وزیر د سېلاب او وچکالي د وړاندوینې او خبردارى ورکولولپاره د معلوماتو د ارقامو شریکولو پیشنهادي میکانیزم په غونډه کې مطرح کړ او غونډې تائید کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته