اقتصاد

دکورنيو هوايي شرکتونو دملاتړطرحه وڅيړل شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٩ :
دکورنيو هوايي شرکتونو ديوې ملاتړيزې طرحې  دتدوين په خاطر نن  دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  دپلان او پاليسې دمرستيال په مشرۍ غونډه جوړه شوه  .
دباخترآژانس دخبر له مخې  : په دې  غونډه کې چې دآريانا افغان ،کام اير،  صافي  او  د افق شرق دهوايي شرکتونو داستازو په ګډون  جوړه شوه  دکورنيو  هوايي شرکتونو استازو خپل وړانديزونه او ستونزې  شريکې کړې  چې له دغو شرکتونو څخه په ملاتړيزه  طرحه په پام کې ونيول شي .
دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  دپلان اوپاليسۍ مرستيال ډاکتر محمد قاسم وفايي زاده  ددغو شرکتونو دوړانديزونو او طرحو په اوريدو سره وويل ؛  چې دملکي هوايي چلند خپلواکه اداره  له هر  هغې طرحې او  اقدام څخه  چې دکورنيو هوايي شرکتونو د ودې اوپياوړتيا سبب کيږي ،هرکلى کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته