سیاست

د ننګرهار ولايت په استيناف څارنوالى کې نوې ټاکنې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د ننګرهار ولايت د استيناف څارنوالى په وړانديز او د لوى څارنوالى په منظورۍ ببرک په کمبود بست کې د ننګرهار ولايت د استيناف څارنوالى د تحقيق د آمر، محمد نعيم د سيد کمين پرځاى د عمومي جزا د څارنوال، د عامه امنيت ابتداييه څارنوال عبدالمحفوظ د مير واحد پرځاى، د عامه امنيت د ابتداييه څارنوال فضل جان د احمد ظاهر پرځاى، د ښاري ابتداييه څارنوال سيد عسکر د شفيق الله پرځاى، د کامې ولسوالۍ څارنوال راضي خان د عبدالصمد پرځاى د شينوارې ولسوالۍ د څارنوال او عبدالقدير د مير آقا پرځاى د بهسودو ولسوالۍ د څارنوال په توګه ټاکل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته