زرنج باختر د تلې لسمه :
د نيمروز ولايت په مرکز د حاجي ګلزار په ساحه کې دکانال د ودانۍ کار پيل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه کانال د ٧٤٠ مترو په اوږدوالي او د يو متر او اتيا سانتي په سور د دغه ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست له پرمختيايي بودجې څخه د شپږو ميليونو افغانيو په لګښت په څلورو راتلوونکو مياشتو کې جوړيږي .
د نيمروز والي د دغه کانال د کار په پرانستلوکې وويل چې دغه کانال به د زرنج ښار د کرنې د پراختيا لپاره ارزښتناک وي .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ