نړۍ

دبهرنيو ځواکونو قوماندان : له افغانستان څخه دامريکايي پوځيانو په وتلو کې دنرمښت غوښتنه وکړه .

واشنګتن  باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
  په افغانستان کې د ميشتو نړيوالو ځواکونو قوماندان جان کيمپل  دعراق او سوريې له  ورته حالاتو سره دافغانستان دمخامخ کيدو داحتمال له امله دامريکا دسنامجلس ديو شمير غړو دانديښنو په برخه کې ، له افغانستان څخه دامريکايي پوځيانو په وتلو کې دنرمښت غوښتنه وکړه .
  جان کيمپل  دتيرې  پنجشبې  په ورځ دامريکا دسنا مجلس ته دځواب ورکولو په ترڅ کې وويل: په دې اړوندچې امريکايي پوځيان په څومره چټکتيا  سره له افغانستان څخه ووځي بايد له زيات نرمښت سره چلند وشي  او زياته يې کړه.
دى نيت لري په راتلوونکو مياشتو کې چې په حقيقت کې  دناامنيو دپيل فصل هم بلل کيږي  امريکايي پوځيان دافغانستان په ګوټ ګوټ کې ځاى پرځاى کړي .
سره له دې چې جنرال کيمپل  په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو دځاى پرځاى کولو په وړاندې دخپلو راتلوونکو پروګرامونو په باب زيات جزئيات وړاندې نه کړل ،  خو سره له دې يې هم وويل چې اوباما په ښو انتخابونو  دلاس بري او د جګپوړو امريکايي افسرانو او قوماندانانو ته دمناسبو  امکاناتو  په وړاندې کولو کې ، ددوى ملاتړ کوي چې دافغانستان  داردو اوامنيتي ځواکونو په  روزنه کې بريالي شي او هغوى د نظر وړ پروګرامونو په  وړاندې کولوکې  ملاتړ وکړي په تيره بيا ددوبي  په فصل کې چې په معمولي توګه جګړه زور اخلي .
دامريکا دمتحده ايالاتو داوسنيو پروګرامونو له مخې، ټاکل شوې ده  په افغانستان کې دلسو زرو اته سوه تنو ميشتو امريکايي پوځيانو له جملې څخه دروان ميلادي کال  تر پاى پورې يوازې پنځه زره پنځه سوه تنه يې پاتې شي . داپه داسې حال کې  ده چې دامريکا دسنامجلس يوشمير  غړي له دغو پروګرامونو سره مخالف دي او دتيرې پنجشنبې  په ورځ يې  يوځل بيا په دې اړوند خپل مخالفت څرګند کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته