سیاست

جمهور رييس غني په پيښور ښار کې په يوه جومات تروريستي بريد په کلکه وغانده

کابل باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  په پيښور ښار کې په يوه جومات  تروريستي  بريدچې له امله يې دوه ويشت تنه لمونځ کوونکي شهيدان او څلويښت تنه نور ټپيان شول ، په کلکه وغانده .
  په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .
جمهور رييس غني ددغه ناوړه عمل دغندلو  په ترڅ کې  وويل چې  دبې دفاع کسانو په تيره بيا دلمونځ کوونکو وژل  وحشيانه ،  اسلامي ضد عمل دى چې  هيڅ راز توجيه نه لري .
دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهور رييس  يوځل بيا دتروريزم  پرخلاف چې دسيمې او نړۍ دټولو هيوادونو په تيره بيا دافغانستان او پاکستان  لپاره ګډ ګواښ دى ، په جدي  مبارزې باندې ټينګار وکړ .
جمهو رييس  غني دخپلې  ډاډګيرنې اوخواخوږۍ  مراتب ددغې پيښې دقربانيانو کورنيو ته څرګندوي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته