نړۍ

د پاکستان د استخباراتو د سازمان پخواني رييس جنرال حميدګل مړ شو

اسلام ابادباختر د زمري د مياشتې ٢٥
دپاکستان داستخباراتودسازمان (اى اس آى) پخواني رييس جنرال حميدګل مړشو.
باختر آژانس د بهرنيوخبرځايونوله خولې خبر راکړ:
حميدګل چې له څه مودې راپديخوا ناروغ و او د درملنې لپاره د دغه هيواد د مري د سيمې په يوه روغتون کې بستر و؛ پرون مړ شو. 
حميدګل د ١٩٣٦کال دنوامبر دمياشتې په شلمه نيټه دپاکستان په سرګوده سيمه کې وزيږيد او په  ١٩٥٤ ميلادي کال  کې دپاکستان په اردوکې په خدمت پيل کړى و.
حميدګل په ١٩٨٧ کال کې د پاکستان د استخباراتو د سازمان د رييس په توګه  وټاکل شو او دامريکا په ملاتړ د روسي ځواکونو د سره پوځ پرخلاف دافغانستان د خلکو په جهادکې مهم رول ولوباوه .
جنرال حميدګل دخپل عمرپه وروستيوکلونوکې دپاکستان داستخباراتو دسازمان د جاسوس په توګه د افغانستان د جګړې خپل خدمت ته دوام ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته