امنیت

په ننګرهارکې ١١ تنه طالبان او داعشيان ووژل شول

د جلال آباد ښار باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه:
په ننګرهار ولايت کې په نويو جګړوکې په وسله والو طالبانو او داعش ډلو پورې اړوند ١١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
په دغو وسله والو ډار اچوونکو تېره شپه په دُربابا او اچين ولسواليوکې د پوځيانو        له خوا بريدونه وشول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې د دغو ډلو ١١ تنه جګړه ماران ووژل شول.
ده وويل چې دغه وسله وال جګړه ماران کله چې د يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو په  ترسره کولو بوخت وو، د افغان پوځيانو له خوا پرې بريدونه وشول .
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته