خبرونهسیاستTOPټولنه

په خوست کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر

په خوست ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري له قومونو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د خوست ولايت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت ولسونو ته ډاډ ورکړ چې نن يو مسؤل نظام دی او دلته به د يوې قطرې وينې پوښتنه کېږي دا ځکه چې اوس يو رښتينی او د افغان ملت په درد دردمند نظام وجود لري.

ورته مهال د سرحدونو،  قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين شیخ حضرت والي حقاني وويل چې د افغانستان خاوره د تېرو دوو لسيزو د يرغلګرو د بد مرغيو او ناخوالو څخه خلاصه او مرکزي واحد اسلامي نظام رامنځته شوی او په ولسونو د دغه نعمت شکر ګزاري په کار ده.

نوموړي زیاته کړه چې زموږ ادارې هم پخپله برخه کې د ولسونو او قومونو د شخړو او منازعاتو زيات موارد حل کړي دي.

همدارنګه د سرحدونو او قبايلو وزارت د جرګو معين مولوي عبدالحق حماد وويل چې افغانانو د اسلام له راتګ څخه تراوسه پورې د تاریخ په اوږدو کې ځانونه د اسلام مبارک دین په لاره کې قرباني کړي، نړيوالو ټولو قوتونو خپل طاقتونو د دې لپاره د افغانانو پر خلاف وکارول ترڅو زموږ څخه د ايمان او اسلام لويه هستي واخلي مګر د الله ج په نصرت او قدرت افغانانو ته ازادي او شرعي نظام رامنځته شو.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په ډول اسلامي نظام د نړۍ په هېڅ ګوټ کې نشته او د افغانانو غوندې غيرتي او مجاهد ولس هم په نړۍ کې ساری نلري.

په همدې حال کې یو شمېر قومي مشرانو د خوست هوايي ډګر څخه د کورنیو او بهرنيو پراوزنو د پيل، غلام خان بندر ترانزيت، یاد ولايت ته د اولې درجې تشکيل منظورېدل او نورې غوښتنې او ستونزې  د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له مسوولینو سره شریکې او هم یې شته نظام ته د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړ.

قومي مشرانو د اسلامي امارت څخه خوښي څرګنده کړه چې د قومونو ترمنځ يې د یووالي او همغږۍ په پار نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي.

هغوی وويل چې په تېر کې د قومونو ترمنځ ګڼ اختلافات او تعصبات موجود وو چې د اسلامي امارت په راتګ سره له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته