ټولنه

نوى تفريحي پارک جوړيږي

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
دکورنيو تفريحي پارک د جوړولو کار نن دپلخمري ښار قهوه خانه بڼ په ساحه کې پيل شو.
دپلخمري ښاروال صاحب نظرسنګين  باختراژانس ته وويل: په دې پروژه کې دپنځه سوه څلويښتو مترو په اوږدوالې دانګړ د ديوال،  د اوبو رسولو دسيستم جوړول، دبريښنا تامينول، شنې ساحې  ، دکانتين  جوړول او دڅوکيو جوړول شته.  
دپلخمري ښاروال دڅرگندونوله مخې: دغه پارک دپنځلس زره درې سوه متره مربع   ځمکې په ساحه کې  د رمپپ موسسې په مرسته ديوسلو ديرشو زرو ډالرو په لګښت  په دريو مياشتو کې جوړيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته