امنیت

اويا تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول

-کابل باختر د لړم  نهمه :
  اوياتنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيموکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول پنځلس تنه ټپيان او دديارلسو تنو مشکوکوکسانو په ګډون شل تنه نور ونيول شول .
  په دغو عملياتو کې چې دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ،کونړ ، پکتيا ، پکتيکا ، لوګر ،  قندهار ، روزګان ، زابل ، بادغيس ، هرات ، فراه ، فارياب ، بغلان ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول دننګرهار ولايت دشيرزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه ويشت تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او دپکتيکا ولايت  دوړ ممې ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
  دغه راز دروزګان ولايت دچوړې ولسوالۍ  او ددغه ولايت د مرکز ترينکوټ  په مربوطاتو کې دعملياتو په بهير کې اوولس تنه ياغي طالبان ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول .  او دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ او ددغه ولايت دمرکز په مربوطاتو کې درې تنه ډاراچوونکي وځپل شول او دوه تنه نور ټپيان شول ، دلوګر ولايت دبره کي برک ، دکونړ ولايت دغازي اباد او دزابل ولايت دجلدک دولسواليو اودفراه ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتو کې يو ډار اچوونکي ووژل شو يو تن ټپي او دديارلسو تنو مشکوکو کسانو په ګډون شل تنه  نور ونيول شول .
  په خبر کې ويل شوي دي چې ددغو عملياتو په بهير کې دملي اردو نهه تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته