سیاست

افغانستان او چین په سیمه ییزو همکاریو او د شانګهای پر راتلونکې ناستې خبرې وکړې

کابل باخترد غبرګولې ١٤ نيټه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د افغانستان او پاکستان له پاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي ښاغلي ډینګ شیجون سره وکتل.
دملي امنيت شورادوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه، د سولې بهیر او د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر اوسني حالت خبرې وکړې. په دې ناسته کې د شانګهای د همکاریو سازمانو پر راتلونکي غونډه او د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان او چین د جمهوررييسانو پر دوه اړخیزه کتنه هم خبرې وشوې.

د افغانستان او پاکستان له پاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي ښاغلي ډینګ شیجون وویل، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي او په دې برخه یې د خپل هیواد د همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.
ده همدارنګه د سولې بهیر دښه والې او بریالیتوب له پاره د سیمې د هیوادونو دوه اړخیزې او څو اړخیزې همکارې مهمې وبللې او د همکاریو پر زیاتیدو یې ټینګار وکړ.
ښاغلي ډینګ له ترهګرۍ سره مبارزه او په سیمه کې د دولتونو په کچه د ریښتوني همکاریو د پراختیا پر اړتیا هم خبرې وکړې، ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رغنده او مثبتو اړیکو د پراختیا هرکلی او ملاتړ وکړ.
دملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرد چین ولسي جمهوریت له صادقانه هڅو او همکاریو څخه مننه وکړه او په سیمه کې یې د چین مثبت رول مهم و باله. محمدحنيف اتمر زیاته کړه، چې د افغانستان د سولې بهیر بریالیتوب د سیمې د امنیت او ثبات له پاره اهمیت لري او له دې بهیر څخه یې د سیمې د هیوادونو ملاتړ او همکاري مهمه و بلله.
د ملي امنیت سلاکار له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر اوسني حالت خبرې وکړې او ټینګار وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې سیمې د هیوادونو ترمنځ همکارۍ باید هدفمندې او پیاوړی شي.
په دې کتنه کې په چین کې د شانګهای د همکاریوسازمان په راتلونکي غونډه هم خبرې وشوې همدرانګه د غونده په څنډه کې د دواړو هېوادونو د جمهوررييسانو د کتنې په موخه لازم چمتوالي سلا وشوه.پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته