کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
د طالبانو يو قوماندان تيره شپه په غزني ولايت کې دناټو دځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو.
په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو يو تن ويندوى نظيف الله سلطاني باختر آژانس ته وويل : دطالبانو يو قوماندان ملا کيبل په خوږياڼۍ ولسوالۍ کې دناټو دځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو.
سلطاني وويل : ملا کيبل دطالبانو له مشهورو قوماندانانو څخه و چې دغزني ولايت په مرکز او دخوږياڼۍ او رشيدانو ولسوالې کې په دولتي ضد فعاليتونو کې لاس درلود.
1 د یوې دقیقې څخه لږ