ټولنه

د کابل ترافيکو خبرتيا

کابل باختر د ليندۍ څوارلسمه :
د يوه کلي اشترنګ چپه نقليه وسايطو د خاوندانو د پاملرنې وړ:
لکه څرنګه چې د ترافيکو په بهيرکې ليدل کيږي؛ يوه کلي لرونکي يو شمېر نقليه وسايط په خپل سر لمبر پليټونه چمتو او په خپلو وسايطو لګولي دي او په کابل ښارکې تګ راتګ کوي. په داسې حال کې چې هيڅ راز لمبر پليټ دوى ته نه دي ويشل شوي او د ترافيکو په اداروکې اعتبار نلري . 
د دغه شان وسايطو له ټولو خاوندانو څخه هيله کيږي چې د کابل ولايت د ګمرک رياست ته ورشي او خپل ګمرکي محصول تحويل کړي او وروسته د ترافيکو له ادارې څخه قانوني سندونه ترلاسه کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته