سیاست

هندوستان د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو لړۍ پراخوي

کابل باختردکب دمياشتې١٠ نيټه :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کابل پروسې د ناستې په څنډه کې د دوست هېواد هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له سیاسي مرستیال ښاغلي ویجې ګوکلی سره وکتل.
دملي امنيت سورا سلاکار مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او هندوستان پر سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې وکړې، همدارنګه له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هندوستان د حکومت د همکاریو پر څرنګوالي او پراختیا خبرې وشوي.
ښاغلي ګوکلي ملي امنیت سلاکار سره په کتنه کې د کابل پروسې ناسته د افغانستان اوسیمې د ثبات له پاره مهم ګام وباله او په بریالیتوب سره د دې ناستې د ترسره کیدو له امله یې افغان لوري ته مبارکي وویله.
ده د هندوستان د حکومت په استازیتوب افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د کابل پروسې له پریکړو څخه به کلک ملاتړ کوي. د دې ترڅنګ ښاغلي ګوکلي وویل، چې هندوستان چمتو دی، چې د یو شمیر ځانګړو زیربنايي پروژو د تطبیق له پاره د بسپنې په برخه کې همکاري وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د دوست هېواد هندوستان له څو اړخیزو مرستو څخه مننه وکړه، په خاص ډول یې د تعلیمي او نظامي همکاریو له امله د هندوستان خلک او دولت و ستایل.
اتمر زیاته کړه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې په برخو کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړي توګه هندوستان دومداره ملاتړ اهمیت لري.
په دې کتنه کې د کابل پروسې د ناستې او پریکړو د عملي کولو او تعقیب پر لارو چارو هم خبرې وشوې. پ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته