سیاست

افغانستان سره د کاناډا د اوږد مهاله مرستو هوکړه

کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

د بهرنيو چارو د وزارت سياسی معين جاويد لودين نن ماسپيښين د کاناډا په بهرنيو چارو وزارت کې د بهرنيو چارو او نړيوال سوداګرۍمرستيال موريس روسنبرګ خپل حضور ته ومانه.

په دغې کتنه کې لودين د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب په تيره لسيزه کې  د امنيت او پراختيا په برخه کې د کاناډا هيواد مرستي وستايلې.

"د کاناډا هيواد د تيرو لسو کلونو ونده په افغانستان کې، زمونږ د دولت اوخلکو په منځ کې يو ستايل شوی اصل دی." لودين زياته کړه." او دا د کاناډا هيواد د هغو قربانيو له امله ترلاسه شوی چې هغه هيواديې افغانستان سره د امنيت او نورو مرستو د پرمختګ لپاره هوکړه کړې ده

روزنبرګ يو ځل بيا د افغانستان لپاره د بن په نړيوال کنفرانس کې دکاناډا د تعهد څخه نيولی بيا تر خپل اوږدمهاله اړيکو او دوامداره پراختيايی مرستو يادونه وګړه.

دا يوه ژوره او څو اړخيزه اړيکه ده. هغه سرښيندنې چې کاناډا دلته درلودلې افغانستان لپاره  زمونږ  د تېر او اوسني هوکړې ښکارندوی دی. روسنبرګ وويل چې مونږ د ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم دلته يو.د تېرو کلونو په اوږدو کښې ۱۹۵ کاناډايی سرتېرې خپل ژوند له لاسه ورکړی

دي. په اوسنی حال کښې، کاناډا په افغانستان کښې څه ناڅه ۱۰۰۰ سرتيرې لري چې

له دې شمېرې سره دغه هيواد د ناټو  د ملي پوليسواو اردو د زده کړې برنامې دويم ستر مرستندوی هيواد دی. کاناډا تر اوسه پورې شاوخوا ۲ مليارډه ډالرد افغانستان په بياراغونه کښې برابرې کړي دي چې ددې ترڅنګ بل ۷۲۰ مليون ډالرو لپاره د ۲۰۱۱ کال نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې هوکړه کړې ده.

په دې ناسته کښې موريس سره  په کابل کښې د کاناډا سفارت شاژدافير، آغلې

شيلی ويتنګ، د کاناډا په بهرنيو چارو وزارت کښې د افغانستان لپاره مؤظف ځواکونه او نړيوالو معاملاتو رييس ښاغلی ګريم مکنتاير، او د کاناډا دسفر بری ځواکونو قوماندان تورن جنرال ستيوورت بير ملګرتيا کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته