امنیت

په پکتیکا کی دیوه تروریست نیول

شرن ښار د وری دمیاشتی نهمه باختر
په پکتیکا کې یو دیارلس کلن ځوان چې د طالبا نو له خوا د یوه قومندان وژني ته هڅول شوی و ونیول شو .
دغه ځوان د پکتیکا ولایت په مرکز شرنې پورې اړوند د (چکان ) د کلي اوسیدونکي دى چې څو ورځي وړاندي د طا لبانو له خوا موظف کړى شوى و دی وایي چې زه څو ورځي وړاندي له طالبانو سره ولاړم هغوی ما ته وویل چې دمرکزشرنې دمد ت خیلو دپوستې قومندان ووژنه نوتا ته به دېر انعامات درکړو.
د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیمزی وایي: چې تنکى ځوان د پکتیکا ولایت مرکز شرنې دچکان دکلي اوسیدونکی دی او دی څو ورځي وړاندي د طالبانو له خو تښتول شوی و او د مدت خیلو د پوستې د قومندان د وژلو دنده يې ورته ورکړې وه چې نوموړی دامنیتي ځواکونوله خوا له یوې تومانچې او دوه کړۍ ماینونوسره ونیول شو.
ديادونې وړده دا لومړی ځل نه دي چې په پکتیکا کې داسي پېښه رامنځ ته کیږي بلکي ډیری داسي کم عمره ماشومان د طالبانو له خو داسي کارونو ته هڅول کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته