ټولنه

دبې کيفيته خوراکي توکو راټولول .

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
په روانه ا وونۍ کې   څه ناڅه  ٥ ټنه بې کيفيته خوراکي توکي دهرات له ښارڅخه  راټول کړاى شول.
دهرات ولايت دعامې روغتيا رياست  يوتن چارواکى ډاکتر  رازي  وايي  چې دغه توکي له صنعتي ښارګوټي او دښار له دوکانونو څخه راټول کړاى شوي دي.
ده څرګنده کړه چې په دغو توکو کې زياتره خوسا او بې کيفيته اوړه شامل دي.
ده  دخوراکي توکو له ټولو پلورونکو څخه  وغوښتل چې دبې کيفيته او خوسا شويو خوراکي توکوله پلورنې څخه دې ډډه وکړي .
نوشابې او بيسکويټونه هم  په راټول کړاى شويو خوراکي توکو کې شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته