کابل باخترد چنګاښ نولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې دترکمنستان جمهوريت له سفير توغو لاقوف همراه سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دبهرنيوچارو وزير دافغانستان اوترکمنستان ترمنځ داړيکو دپراختيا لپاره د همراه هڅې وستايلې .
رباني داقتصادي اړيکو دپراختيا لپاره دښاغلي همراه هلې ځلې ډيرې سترې وبللې او له هغه څخه يې په ځانګړي توګه مننه وکړه .
په کابل کې دترکمنستان سفير هم وويل ده هيڅکله په افغانستان کې د پرديتوب احساس نه دى کړى او دغه هېواد به تل خپل دوست وبولي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ