-کابل باختر د لړم نهمه :
په باميانو ښار کې دسبو، ميوو او دلاسي صنايعو دپلورنې لپاره سيمې پرون ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
دغه ځايونه داغاخان موسسې په مرسته او دباميانو ښاروالۍ په همکارۍ جوړ شوي دي .
داغا خان موسسې دبازار انکشافي مسوول امام داد اکبري باختراژانس ته وويل چې په باميانو ښار کې دسبو اوميوو بازارونو ته او دلاسي صنايعو بازار ګوټي داغاخان دانکشافي بنسټ د موسسې په مالي مرسته د اووه نوي زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .
ده زياته کړه چې ددغو پروژو په ودانيو کې دچت اوسپنه ، کانکريټ او مزايک کارول شوي دي او دسبو مينځلو لپاره يوځاى جوړ شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ