امنیت

اوولس تنه ډار اچوونکي په غزني کې ووژل شول .

-کابل باختر د لړم نهمه :
اوولس تنه ډار اچوونکي تيره شپه دغزني ولايت داندړو او ده يک په ولسواليو کې ووژل شول .
په غزني  کې دملي اردو دميشتو ځواکونو وياند حنيف رضايي  باختراژانس ته وويل چې دولس تنه ډار اچوونکي دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دافغان پوځيانو په هوايي بريدونو اوپنځه تنه نور ډار اچوونکي  دغزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې  دامنيتي او دفاعي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول .   ددغو بريدونو په بهيرکې  دغه راز پنځه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان او دهغوى څو پټنځي  او يوه اندازه جنګي وسايل  هم له منځه وړل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته