امنیت

دوسله وال بريد په وخت کې درې تنه طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
هغو اتو تنووسله والو طالبانو ته چې غوښتل يې دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ  کې دکوکنارو داړولو بهير يې ګډوډ کړي  مرګ ژوبله واوښته .
دغو کسانو ته له هغه وروسته مرګ ژوبله واوښته  چې دامنيتي ځواکونو په قطعاتو چې دکرل شويوکوکنارو په اړولو بوخت و وسله وال بريد وکړ .
په هرات ولايت کې دملي اردو يو مسوول  باختراژانس ته وويل چې ددغې جګړې په بهير کې درې تنه يرغلګر ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه  دشينډند ولسوالۍ په ګوشه  کلي کې ونښته  او امنيتي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى .
دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دکرل شويو کوکنارو داړولو عمليات له شلو  ورځو راپديخوا پيل شوي دي او دوام لري .
  په دغو عملياتو کې په سلګونوجريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي .
  مسوولين وايي دغه پروګرام به په هرات ولايت کې دکوکنارو تر بشپړ اړولو  پورې دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته