امنیت

يوسلو پنځه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د تلې  لسمه :
امنيتي ځواکونو پرون د هېواد په بېلابېلو سيموکې د عملياتو په بهيرکې  ١٣٥ تنه ډار اچوونکي ووژل .
يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل: امنيتي ځواکونو ځانګړي هوايي او ګډ عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې ١٢٦ تنه طالبان او نهه تنه داعشيان  ووژل شول او ٦١ تنه نور يې ټپيان او  ١٣ طالبان او څلور داعشيان ونيول شول.
په دغو عملياتوکې اوولس وسلې او لس لاسي بمونه کشف شول او د دښمن يوه وسله او ٥٧ موټرسايکلونه ويجاړ کړى شول او نولس تنه مشکوک کسان ونيول شول .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته