امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۸ مه
په فراه ولايت کې تېره شپه  ١٦ تنه وسله وال طالبان له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول .
  د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند د «دهک» پر امنيتي پوستې د بريد په بهيرکې ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه: په دې جګړه کې دوه تنه نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شول .
د يوبل خبرله مخې: 
وسله والو طالبانو د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په سيمه کې د پوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ چې په نتيجه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته