امنیت

دطالبانو دډلې يوقوماندان په فراه کې ووژل شو

کابل باختردوږي دمياشتې ١٦ :
دفراه ولايت امنيتي مقامات وايي  دهغې نښتې په بهيرکې چې له پرون مازيګر څخه تراوسه پورې ددغه ولايت دبالابلوک  په ولسوالۍ کې ددولتې ځواکونو اوطالبانو ترمنځ دوام لري دملامحمود په نامه دطالبانو دډلې ديو قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه نښته دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو په امنيتي ځواکونو بريد وکړ.
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختراژانس ته وويل: په دې جګړه کې  دملامحمود په نامه ديو قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه راز په دې نښته کې دملي اردويوسرتيري اودملي پوليسو يوسرتيري شهيدان شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته