کابل باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ نن د قومونو، قبايلو او د سرحدونو وزارت له خوا ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په کابل ښارکې جوړه شوې وه، لومړى د قومونو، قبايلو او د سرحدونو وزارت معين محمديعقوب احمدزي خبرې وکړې او ويې ويل: زموږ د برياليتوب رمز په ملي يووالي کې نغښتى دى.
دغه راز په ولسي جرګه کې د خلکو استازي نادرخان کټوازي، د مشرانو جرګې غړي محمدنادر خان بلوڅ، د سولې د عالي شورا سلاکار اسماعيل قاسميار، د جمهور رئيس سلاکار حاجي فضل الکريم فضل، څيړندوى حبيب الله رفيع او حافظ حسن د بلوڅو په استازيتوب په اوسنيو شرايطوکې د افغان ملت په پيوستون اويو والي ټينګار وکړ.
0 1 دقیقه لوستل