ورزش

دنجونو دواليبال سيالۍ په کابل کې پيل شوې .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دکابل ښار دنجونو دواليبال سيالۍ نن د اولمپيک دملي کميتې په جمنازيوم کې پيل شوې.
دبدني  روزنې سپورت او د اولمپيک دملي کميتې درياست دواليبال فدراسيون ادارې  مرستيال عارف پيمان باختر آژانس ته وويل  :  دغه سيالۍ دنجونو ترمنځ دواليبال د ورزش د ودې لوړرولو په مقصد داتو ټيمونو ترمنځ  دپنځو ورځو  لپاره پيل شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل :  ددغو سياليو په پيل کې دسرې مياشتې او دمجتمع الزهرا ټيمونه  لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته