ټولنه

د تابعيت د تذکرې لرل د کوچيانو حق دى

کابلباختردچنګاښ دمياشتې١٠ نيټه :؛
کوچيانو د تابعيت د تذکرې د ويشلو او د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو په انتخاباتوکې په خپلو سيموکې دنوم ليکنې په خاطر د ګرځنده ټيمونو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کوچيانو د چارو رئيس حکمت الله عصمت د يوه
خبري کنفرانس په ترڅ کې رسنيو ته وويل چې کوچيان د هېواد د نورو خلکوپه شان  حق لري  چې د تابعيت تذکره ولري .
ده چې د کوچيانو په استازيتوب خبرې کولې؛ زياته کړه چې کوچيان هم دخلکو يوه برخه ده چې د هېواد په وړاندې حقوق او وجايب لري .
حکمت الله عصمت وويل چې کوچيان دپروان او بادغيس د ولايتونوپه ګډون په يوشمېر سيموکې د تابيعت دتذکرې په اخيستلوکې له ستونزوسره مخامخ دي او د اسناد د کتاب د نه شتون له امله هغوى ته تذکره نه ورکول کيږي اوپه ځينو ولايتونوکې کله چې تذکره وويشله شي؛ هغوى ته ويل کيږي چې پاسپورت نه شي اخيستلاى او يا هم يوشمېر کوچيان چې ښارونو ته څېرمه  ژوند کوي؛  هغوى ته تذکره ورکړشوې ده. خو د زورواکو د افرادو له خوا د دوى په تذکروکې په انتخاباتوکې د ګډون په مقصد سټيکرونه لګول شوي دي .
ده  له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته د کوچيانو تګ راتګ د اساس د کتاب دنه شتون دليل وباله او ويې ويل: کوچيان د ژوندانه د خاصو شرايطو له پلوه چې لري يې؛ نه شي کولاى په بېلابېلو فصلونوکې ځانونه مشخصو سيمو ته ورسوي اوپه کتاب کې يې ثبت کړي. له  همدې امله بايد دوى  ته اسانتياوې بايد په پام کې ونيول شي او بايد د کوچيانو لپاره ځانګړي ګرځنده ټيمونه جوړ شي چې دوى د دوى د استوګنې په سيمو کې تذکرې وويشي او په انتخاباتو کې د ګډون لپاره  دګرځنده ټيمونوله خوا ثبت شي.
ده د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا د نوم ليکنې د مودې  د پاى ته رسيدو له امله ناخوښي څرګنده کړه او دغه کميسيون ته يې وړانديز وکړ چې په کوچيانو پورې اړوند ګرځنده ټيمونه جوړ کړي او د نوم ليکنې موده وځنډوي  چې کوچيان هم د دغه هېواد د نورو خلکو په شان وکولاى شي د تابيعت د تذکرې  له اخيستلو وروسته په راتلوونکو انتخاباتوکې چې د دوى مسلم  حق  دى؛ ګډون وکړي.
پاىج ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته