ټولنه

په کابل کې دبريښنا بهير عادي کيږي .

-کابل باختر دزمري  لسمه :
دکابل ښار په ځينو سيمو کې  پرون سهار  دبريښنا بهير بند شو .
دبريښنا شرکت وياند وايي  چې نن  په کابل کې  دبريښنا بهير عادي حالت غوره کوي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  پرون سهار  دکابل ښار په ځينو سيمو کې دبريښنا بهير  وځنډيد او وروسته  داسې اوازې خپرې شوې  چې ګڼې  وسله والو  مخالفانو  دکندز  ښار په مربوطاتو کې  دبريښنا دليږدونې يوې ستنې ته  تاوان اړولې دى .
دکابل دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې دبريښنا دليږدونې ديوې ستنې د ويجاړيدو اويا زيانمن کيدو اوازه  رد کړه او ويې ويل  چې نن  له غرمې مخکې پورې  په کابل ښار کې دبريښنا بهير بيا عادي حالت  غوره کوي .
ده  دکابل ښار په ځينو سيمو کې دبريښنا بهير دبنديدو دليل  تخنيکي عوارض وبلل  او ويې ويل  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه عوارض لرې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته