ميمنه باختر دزمري دمياشتې ١٦ :
لس تنه وسله وال مخالفين پرون د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو د آمريت مرستيال جګړه نصرت الله جمشيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه مخالفين د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ د آب ګرمک په ساحه کې د افغان امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله ووژل شول.
جمشيدي زياته کړه: د دغو بريدونو له امله پنځلس تنه مخالفين ټپيان شول.
د دغو بريدونو له امله ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى سعيده
0 د یوې دقیقې څخه لږ