ورزش

د المپیک د ملي کمیټې رییس: نړیوالو سازمانونو د افغانستان د المپیک له ملي کمیټې سره خپلې اړیکې ساتلې دي

کابل /دمرغومې ۸مه/باختر
د افغانستان د المپیک د ملی کمیتې رییس نظرمحمد مطمیین وایی چې د نړۍ ورزشي سازمانونو د پخوا په شان د افغانستان د المپیک له ملی کمیټې سره خپلې اړیکې ساتلې دي
د باخترآژانس د خبر له مخې، مطمیین دغه موضوع د رییس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې بیان کړې ده.
هغه د المپیک په ملی کمیټه کې د کارونو د پرمختګ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د حالاتو په ښه والی سره به هغه ورزشکاران چې په تیرو کلونو کې له هېواد څخه وتلي دي بېرته راستانه شي.
د رییس الوزراسیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي دي چې د المپیک ملي کمیټه باید ځوانان له پخوازیات ورزش او سالمې روغتیا ته وهڅوي. ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته