ورزش

دکوثر او داتفاق ټيمونه لوبه کوي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
په هرات کې دفوټبال دحذفي جام سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي.
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دکوثر او دافغان ټيمونه لوبه کوي.
دنوروزي دڅرګندونو له مخې : په هرات کې دفوټبال د حذفي جام سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي او په اوونۍ کې درې ورځې دوام مومي.
ديوبل خبرله مخې :
دهرات دفوټبال دغوره ليګ دستنيدو سياليو پرون په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دنوروزي دڅرګندونو له مخې : په دې پړاو کې دانصاري ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره دبيک بير ټيم ته ماتې ورکړه.
دفوټبال دغوره ليګ دستنيدو سيالۍ داتو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي او په اوونۍ کې څلور ورځې دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته