امنیت

ديوې ريګشا چلوونکي مړى دپوليسو لاس ته ورغى.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢١
دجوزجان پوليسو دهغه سړي مړى چې ريکشايې چلوله دشبرغان په ښارکې ترلاسه کړى دى .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقر محمد جوزجاني دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سړى محمد عظيم نوميده او د شبرغان ښار غجزي دکلي اوسيدونکى و او مړى يې دشبرغان ښار دجنګل باغ په ساحه کې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .
ده زياته کړه چې تراوسه پورې ددغې وژنې علت نه دى روښانه شوى خو په دې اړوند دپوليسو پلټنې پيل شوې دي.
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم ديوې ريګشا دچلوونکي مړى دشبرغان ښار دسلطان کوټ کلي ته څيرمه دپوليسو لاس ته ورغلى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته